د پاکستان او افغانستان ترمنځ شل اوریزه لوبې کېږي
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، نه غواړي له افغانستان سره د اسټرلیا په څېر خپلې پلان شوې لوبې لغوه کړي
د یاد هېواد د کرکټ بورډ مشر نجم سټي ویلي چې له افغانستان سره به په راتلونکي مارچ میاشت کې د ۵۰ اوریزو لوبو پرځای شل اوریزه لوبې وکړي.
هغه ویلي، کرکټ اوسیاست باید سره جلا وي او موږ د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو.
سټي یو خبري کنفرانس ته ویلي چې د افغان کرکټ بورډ له اجراییوي غړو سره په لیدنه کې پر شل اوریزو لوبو هوکړه کړي.
نوموړي ویلي، افغان لوري ورڅخه د ۵۰ اوریزو لوبو غوښتنه کړې، خو دوی اوس د دې لوبو لپاره زړه نه ښه کوي.
هغه دغه راز ویلي، افغانستان او پاکستان تر دې وړاندې ۵۰ اوریزه نړیوال جام ته وتلي، نو ځکه د ۵۰ اوریزو لوبو ترسره کول دومره ګټور نه دي.
د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر په خبره، د دغو شل اوریزو لوبو عواید به په دواړو هېوادونو ۵۰ـ۵۰ فیصده وېشل کېږي.
په پام کې ده چې دا لوبې راتلونکې مارچ میاشت په متحده عربي امارتو کې ترسره شي.