ثور 03, 1403 15:05 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۴ کال فوټسال آسیا جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د اسیا جام د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له بحرین سره مخامخ شي.

دا د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دریمه لوبه ده چې د دوه زره څلریشتم کال اسیایي هیوادونو د فوټسال په سیالیو کې يې ترسره کوي. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ایران څخه درې په یوماتې خوړلې وه. همدا راز یې دوهمه لوبه له کویټ سره درې په درې مساوي پای ته رسولې وه.د افغانستان د مخکې تګ لپاره اړتیا لري چې له بحرین څخه دغه لوبه وګتي او ایران خپله لوبه کویټ ته وبایلي تر څو بل راونډ ته لاره پیدا کړي.دا د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړی ځل دی چې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون کوي.