-
د سرپرست حکومت چارواکو سره د ملګرو ملتونو استازي لیدنه
سرطان 18, 1405 18:59د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې په کراچۍ او بلوچستان کې په څو بریدونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. احمد شریف چودري د افغانستان حکومت د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن کړ هغه ادعا چې کابل مخکې رد کړې ده.
-
د سرپرست حکومت چارواکو سره د ملګرو ملتونو استازي لیدنه
سرطان 18, 1405 18:57د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د بشري مرستو او پراختیایي پانګونې د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ. برهم صالح او الکساندر ډی کرو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کموالی کولی شي په افغانستان کې بشري ناورین، فقر او بې ځایه کیدنه نوره هم زیاته کړي.
-
کربلا کې د امت د شهید امام د جنازې مراسمو پای
سرطان 18, 1405 18:30د امت شهید رهبر آیت الله العظمی سید علي حسیني خامنه ای د جنازې او وداع مراسم نن پنجشنبې سهار د سید الشهداء او ابوالفضل العباس په سپیڅلو زیارتونو کې د جنازې په ترسره کولو سره پای ته ورسیدل.
-
د ایران په سویلي برخو د امریکا سهارني بریدونه
سرطان 18, 1405 17:35ایراني رسنیو نن سهار د یاد هیواد په څو سیمو کې د چاودنو راپور ورکړ. چې په غبرګون کې یې د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران او پوځ په سیمه کې امریکايي هدفونه او اډې توغندیو او ډرون بریدونو سره په نښه کړې.
-
د ۱۴۰۵ کال د کانکور پایلې اعلان
سرطان 16, 1405 17:23د ازموینې ملي ادارې د څوارلس سوه پنځم کال د ازموینې پایلې اعلان کړې. د ازموینې ملي ادارې په وینا د سږ کال د ازموینې غوره نمره اخیستونکی پروان ولایت څخه راشید د درې سوه شپېتو نمرو سره د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.
-
کابل کې د شهید رهبر لپاره د قران کریم ختم
سرطان 16, 1405 17:21د امام مجاهد شهید د جنازې له مراسمو سره همهاله افغان نارینه ، ښځو او ماشومانو لرې واټن څخه د قرآن کریم ختم وکړ او په دې توګه یې خپل درناوی شهید مشر ته اعلان کړ.
-
د شهید رهبر جنازې لپاره مشهد کې د کډوالو چمتوالی
سرطان 16, 1405 17:18په مشهد کې افغان کډوال په دې ورځو کې د امت د شهید امام د جنازې د مراسمو د کوربه توب لپاره چمتووالی نیسي. په دې ورځو کې دوی ځانونه د مراسمو میلمانه نه ګڼي بلکې د شهید رهبر د ویر کوونکو کوربه ګڼي.
-
قم کې د شهید رهبر د جنازې نړۍ وال پوښښ
سرطان 16, 1405 17:17د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره لویو نړیوالو رسنیو د اسلامي نړۍ د امام مجاهد شهید د جنازې مراسم په پراخه کچه تر پوښښ لاندې ونیول. رسنیو راپور ورکړ چې په ملیونونو خلکو سرو بیرغونو سره د غچ اخیستلو غږ وکړ.
-
قم کې د امت امام مجاهد شهید جنازه کې میلیوني ګډون
سرطان 16, 1405 17:13نن سهار د جمکران جومات کې د آیت الله جوادي آملي لخوا د ایران اسلامي انقلاب د رهبر امام مجاهد شهید ایت الله العظمی علي خامنه اي د جنازې مراسم ترسره شول، چې په کې ملیونونو خلکو د غم او اوښکو په فضا کې ګډون کړی و.
-
کابل ته د ملګرو ملتونو د چارواکو درې ورځنی سفر
سرطان 15, 1405 18:02د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح او د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام مشر پرون په درې ورځني سفر کابل ته راغلل ترڅو د سرپرست حکومت چارواکو سره د راستنیدونکو کډوالو په اړه خبرې وکړي.