ثور 04, 1403 14:22 Asia/Kabul
  • افغان فوټسال ملي لوبډله به سبا له تاجکستان سره مخامخ شي

افغان فوټسال ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ د اسیا ملتونو جام سیالیو په پرېکنده لوبه کې د تاجکستان له لوبډلې سره مخامخ شي.

راپور: احمدخالد امرخیل

دا لوبه به د کوارټر فاینل پړاو یا د اسیا غوره اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.د دوشنبې په ورځ افغانستان د بحرین لوبډلې ته درې دوه ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا ملتونو جام سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.تاجکستان وتوانید چې له خپل ګروپ څخه د غوره ټیم په توګه د اتلولۍ پړاو ته لاره پیدا کړي.که افغانستان د سبا ورځې په لوبه کې تاجکستان ته ماتې ورکړي، نو د اسيا فوټسال د ملتونو جام نيمه پايلوبې ته به لار ومومي او د فوټسال نړيوال جام ته به هم لاره پيدا کړي.