لوبې
-
بغلان لوبډلې د بلخ د وزلوبې ټورنمنټ اتلولي وګټله
حوت 29, 1401 11:12په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ، چې د کب میاستې په ۱۵ نېټه د بلخ په کوربتوب په مزار شریف کې د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، نن سه شنبه د بغلان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
ننګرهار؛ د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ په دوام درې لوبې وشوې
حوت 29, 1401 11:10د افغانستان ټېپ بال ټورنمنټ په دوام، چې په ننګرهار ولایت کې جوړ شوی دی، نن سه شنبه درې لوبې ترسره شوې.
-
د لوګر په کوربتوب د فريزبي ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوې
حوت 29, 1401 11:08په لوګر ولايت کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري د ۸ ولايتونو( غزني، کابل، لوګر، ميدان وردګ، ننګرهار، هرات، جوزجان، غور ) د لوبډلو ترمنځ د فريزبي ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوې.
-
کرېکټ: د افغانستان تنکیو ځوانانو بنګله دېش ته ماتې ورکړه
حوت 28, 1401 09:48د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له شري لانکا او بنګله دېش سره د درې اړخیزو سیالیو لړۍ لومړۍ لوبه له خپلې سیالې بنګله دېش لوبډلې وګټله. د بنګله دېش لوبډلې لومړی خپله منډې جوړول پیل کړل، خو د افغان توپ اچونکو پر وړاندې یې تر ډېره ونه درېدل.
-
لاهور قلندرز د دویم ځل لپاره د پاکستان غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله
حوت 28, 1401 09:44د پاکستان غوره لیګ یا پي ایس ایل سیالیو د اتم پړاو اتلولي یو وار بیا د تېر کال اتلې لوبډلې لاهور قلندرز وګټله.
-
د کابل کرکټ لوبډلې هم د لومړۍ درجې ولایتي سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
حوت 28, 1401 09:41د افغانستان کورني کرکټ د ګریډ ون سیالیو په دویمې نیمه پایلوبه کې د کابل لوبډلې د لغمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.
-
د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې خپله دویمه لوبه ټایلنډ ته وبایلله
حوت 28, 1401 09:39په ټایلنډ کې د اسیا ملتونو او نړیوال جام مقدماتي سیالیو په دویمه لوبه کې ټایلنډ ۵ د ۴ پر وړاندې افغانستان ته ماتې ورکړه.
-
کندز کې د فوټبال سیالۍ د الماس بتاش لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې
حوت 27, 1401 12:28کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د الماس بتاش لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
-
لوګر؛ د فريزبي ملي انتخابي سياليو پر لومړۍ ورځ څلور لوبې وشوې
حوت 27, 1401 12:27په لوګر ولايت کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري د ۸ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د فريزبي ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل او پر لومړۍ ورځ يې څلور لوبې ترسره شوې.
-
په کندز کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
حوت 27, 1401 12:22د کندز په امام صاحب او چهار درې ولسوالیو کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.