ثور 05, 1403 13:35 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۴ کال فوټسال آسیا جام سیالیو کواټر فاینل کې د افغانستان ماته

افغان فوټسال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو جام سیالیو په کواټر فاینل لوبه کې له خپل تاجکستاني سیال څخه ماتې و خوړه.

راپور : احمد خالد امرخیل

تاجکستان وکولای شول چې د لوبې په لومړۍ نیمايي کې په یو ګول سره مخکې والی پیدا کړي او دغې لړۍ ته دوام ورکړي.په دویمه نیمايي کې افغان لوبډله په دې بریالۍ شوه چې دغه لوبه مثاوي کړي. که څه هم افغان لوبغاړو  خورا زیات فرصتونه ترلاسه کړل چې له خپلې سیالې لوبډلې څخه مخکې والی پیدا کړي خو بریالي نشول.دغه لوبه اضافي وخت ته ولاړه او به دې وخت کې تاجکستانۍ لوبډله بریالۍ شوه چې افغان فوټسال لوبډلې ته دوه په یو ماتې ورکړي.