ثور 08, 1403 14:30 Asia/Kabul
  • ذبیح الله مجاهد: په سیمه کې د افغانستان ډيپلوماسۍ اغېزمنه ده

کابل ته د ترکمنستان او قزاقستان د یو شمېر چارواکو له سفر وروسته د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان ډیپلوماسۍ اغېزمنه ده او سیمي د افغانستان ارزښت درک کړی دی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې د دوی له حکومت څخه د ځینو هېوادونو واټن د دوی په خپل سیاست کې ستونزه په ګوته کوي.ښاغلي مجاهد زیاته کړې، سرپرست حکومت ټولو هيوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی.نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ګڼو هېوادونو په پرله پسې توګه پر افغان سرپرست حکومت د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د منع کولو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله نیوکې کړې دي.د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې کابل ته د ترکمنستان او قزاقستان یوشمېر چارواکو د خپل سفر په ترڅ کې له کابل چارواکو سره پر یوشمېر اقتصادي موضوعاتو او همکاریو بحث او خبرې کړي دي.