په چمن کې د لاريونونو دوام
وروسته له هغه چې پاکستاني ځواکونو په چمن کې پر مظاهره چیانو بریدونه وکړل، اوس لاریون کوونکو خبرداری ورکړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې به اغزن تارونه له منځه یوسي.
لاریون کوونکو ویلي، که د پاکستان حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، نو دوی به پراخ لاریونونه پیل کړي.
دوی د پاکستان د حکومت چلند د ټولو نړیوالو معیارونو خلاف ګڼي او د پاکستان حکومت د چمن د اوسېدونکو د اقتصاد په کمزوري کولو تورنوي.
د چمن د اعتراضي حرکت يو شمېر نورو غړو هم له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د هغه څخه په اړه خپله چوپتيا پای ته ورسوي کوم چې د پاکستان حکومت یې د لاريون کوونکو پر وړاندې ترسره کوي.
د دغه اعتراضي حرکت د غړو په وينا، په دې وروستيو ورځو کې د سياسي ګوندونو يو شمېر چارواکي هم له دوى سره يو ځاى شوي او په نږدې راتلونکي کې به د دوى دغه حرکت نور هم پراخ شي.
په چمن کې اعتراضي حرکت وروسته له هغې جوړ شو، چې د سپین بولدک له لارې د تګ راتګ پر مهال پاسپورټ او ویزې اړینې وګڼل شوې.