د افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ پر بشپړېدو د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ټینګار
د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ټرانس په نوم د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اورګاډي پټلۍ د پروژې پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په اسلام آباد کې له خپل ازبک سیال بختیار سعیدوف سره د دې پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې لیکلي، چې دواړو لورو د "افغان ټرانس" پروژې عملي کېدل د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي او ویلي چې دا پروژه به د سویلي او منځنۍ آسیا ترمنځ د سوداګرۍ په یوه لاره بدله شي.
د يادونې ده، چې د ازبکستان، پاکستان او سرپرست حکومت ترمنځ د ترمز- لوګر- خرلاچي رېل پټلۍ (افغان ټرانس) د غځولو تفاهم ليک د تېر کال په چنګاښ میاشتې کې لاسليک شو.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا پروژه د دوه زره اووه ویشتم کال تر پایه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تمه ده چې د اووه سوه شپېته کیلومتره اورګاډي پټلۍ، د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د توکو د لېږد وخت به شاوخوا پنځه ورځې کم کړي.