د فوټسال د ملي لوبډلې له لوبغاړو د افغانستان د کرکټ بورډ مننه
ثور 20, 1403 17:21 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د دغه بورډ چارواکو په کابل کې د افغانستان د فوټسال له ملي لوبغاړو ستاینه کړې ده.
په دې مراسمو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوو لوبغاړو امید قنبري او فرزاد محمودي هم حضور درلود او د هېواد د کرکټ بورډ د اجرایوي مشر نصیب خان له خوا ترې ستاینه وشوه.
د افغانستان د فوټسال لوبډلې د آسيا فوټسال د هېوادونو په سياليو کې، د بحرين، عراق او قرغیزستان لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره، د فوټسال نړيوال جام ته لار پيدا کړه.
له کرېکټ وروسته، فوټسال په افغانستان کې دویمه لوبډله ده چې نړیوال جام ته یې لار موندلې ده.