ثور 03, 1403 15:14 Asia/Kabul

د ایران ولسمشر نن سهار د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد او د پاکستان د لومړي وزیر له خوا یې تود هرکلی وشو. د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د همکاریو څو سندونه هم لاسلیک شي.