له سرپرست حکومت سره پر تعامل د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار
ثور 16, 1403 15:17 Asia/Kabul
د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي
د اسلامي همکاریو سازمان لوی منشي خبر ورکړی چې د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د "بشري چلند او رغنده خبرو اترو په چوکاټ کې" خپلو تعاملاتو ته دوام ورکوي.نوموړي په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د دغه سازمان له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان لپاره د خپلو بشري هڅو څخه ملاتړ وکړي.