ثور 16, 1403 15:28 Asia/Kabul

د کونړ ولایت مخابراتو ریاست مسولین وايي په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو بې برخو سيمو ته د خدمتونو د پيل او کیفیت د ښه کېدو لپاره هلې ځلي کوي. دوی دا څرګندونې د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار دره کې په لومړي ځل د افغان بيسیم مخابراتي شبکې له لوري د مخابراتي خدماتو د پيل په مراسمو کې وکړي. د مزار درې اوسیدونکي خوښي ښايي چې له کلونو ځنډ وروسته دوی له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شول.