ثور 16, 1403 15:30 Asia/Kabul

کندهار کې د افغاني غالیو او لاسي صنایع درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو چې پکې د بېلابېلو ولایتونو څخه د غالۍ اوبدلو صنعتي شرکتونو او د کندهار یو شمېر صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته وړاندي کړي وو. د نندراتون ګډونوال او مسوولین وایي، دا ډول نندارتونونه د وطني تولیداتو لپاره ډېره ګټور دي تر څو ډېر خلک ترې خبر شي او ښه بازار ولري.