ثور 03, 1403 15:09 Asia/Kabul
  • له افغان روغتیايي سکتور سره د آذربایجان مرستې غوښتنه

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست د اذربایجان له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره د باکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سرپرست حکومت روغتیا وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي،الهام محمدوف د سرپرست حکومت عامي روغتیا وزارت له سرپرست سره په دې کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قلندر عباد د سرپرست حکومت او اذربایجان ترمنځ د همکارۍ اړیکې اړینې بللې دي. په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول له لومړیتوبونو څخه بللي دي.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق یونیسف په افغانستان کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه. د یونیسف په وینا د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله د ډېرو افغان اوسېدونکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.