ثور 03, 1403 15:08 Asia/Kabul
  • د غزې پر سویل کې د اسرائیلي رژیم برید پایله کې ۲۶ تنه فلسطینیان شهیدان شوي

خبری صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل باندې د ړندو بمباریو له امله شپږ ویشت تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین سما خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییلو جنګي الوتکو په رفح ښار کې د استوګنې دوه کورونه په نښه کړي چې په پایله کې یې د شپاړس تنو ماشومانو او شپږو ښځو په ګډون شپږ ویشت تنه شهیدان کړي دي. د دغه رپوټ له مخې د صهيونېست رژيم بې پيلوټه الوتکو د غزې په مرکز کې د البريج په پنډغالي کې یوه ښوونځی هم په نښه کړی دی.د فلسطین روغتیا وزارت له دې وړاندې اعلان کړی وو چې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیله تر اوسه په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر څلور دیرش زره او اووه نیوي تنو ته رسیدلی دی. د فلسطین د روغتیا وزارت هم په دې موده کې د ټپیانو شمېر شپږ اویا زره او نهه سوه اتیا تنه اعلان کړی وو.په همدې حال کې د لبنان اسلامي مقاومت اعلان کړی چې د صهیونیستي هرمیس څلور سوه پنځوس بې پیلوټه الوتکه یې د لبنان په سویل کې د ماموریت پرمهال رانسکوره کړې ده.