ثور 03, 1403 15:04 Asia/Kabul
  • افغان بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران سفیر سره لیدلي دي

په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان موتقي سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې د هلمند سیند څخه د ایران سیستان او بلوچستان ته د اوبو جریان دوام په برخه کې کومه ستونزه راپورته نشي.

د ایران بهرنیو چارو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حسن کاظمي قومي د افغانستان سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې پرمهال زیاته کړې، د ایران سیستان او بلوچستان ولایتونه دامهال دغو اوبو ته سخته اړتیا لري.امیر خان متقي هم په دې کتنه کې ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د اورښتونو له امله له څو کلنو وچکالۍ وروسته د نیمروز ولایت څخه د ایران سیستان او بلوچستان ولایتونو ته د هلمند سیند اوبو تګ په نورمال ډول دوام لري. ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو اړيکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې يې د امکان تر حده د اړيکو د پراختيا غوښتنه کړې ده.په افغانستان کې د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر هم په غزه کې د صهیونیستي رژیم د ښکاره تیریو او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د برید غندلو ترڅنګ د ایران له موضوع څخه د افغان سرپرست حکومت له دریځ څخه ستانیه کړې ده.