ثور 02, 1403 15:29 Asia/Kabul
  • د ایران له وسله وال پوځ څخه د ایران اسلامي انقلاب مشر ستاینه

د ایران اسلامی انقلاب مشر حضرت ایت الله العظمی خامنه ای د ایران وسله والو ځواکونو له اعلی سرقوماندانانو سره په کتنه کې په دې وروستیو کې د یادو ځواکونو له هلو ځلو څخه ستاینه کړې ده

د ایران اسلامي انقلاب مشر حضرت آیت الله خامنه ای د ایران پوځ له مشر سره په لیدنه کې زیاته کړې، د خدای په فضل سره وسله وال ځواکونه بریالي دي او دوی په میړانې سره وکولای شول چې خپله وړتیا ښکاره کړي. ښاغلي خامنه ای ویلي، دوی د وړتیاوو او واک ښه انځور او همدارنګه د ایران د ملت د ستاینې وړ انځور په نړیوالو ډګرونو کې ثابت ساتلی دی.د ایران مشر د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک د ورځې او دغه راز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د تاسیس د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره ټینګار وکړ د وسله والو ځواکونو وروستیو لاسته راوړنو د نړۍ او د نړیوالو څارونکو په سترګو کې د ایران د عظمت احساس رامینځته کړی دی.نوموړي ویلي، اصلي مسله په نړیوالو ډګرونو کې د ایران د ملت او د وسله والو ځواکونو د ارادې څرګندیدل او ثابتول دي او د دښمنانو ناکراری هم له همدې مسلې څخه ده.