ثور 02, 1403 14:17 Asia/Kabul

د کندهار عامي روغتیا اړوند د سویلي زون د سرویلانس څانګي مسولین وايي په تیر ۲۰۲۳ کال کې د سویلي زون په پنځو ولایتونو کندهار، زابل، روزګان، هلمند او نیمروز ولایتونو کې ۵۴۳۹۰۰ زره کسان په موسیمي ناروغیو اخته سوي دي. د مسولینو په وینا په دغه ناروغیو کې اسهالات، سینه بغل، کرونا، نفستنګي، محریقه، ملاریا او نور تنفیسي امراض شامل دي، چې د تیر کال په پرتله زیات سوي دي.