ثور 02, 1403 14:14 Asia/Kabul

له غزې څخه تازه رارسیدلي راپورونه ښيي چې صهیونیستي رژیم د یکشنبې په ورځ د دغه ښار په سویلي او مرکزي سیمو بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېرکسان په شهادت رسېدلي دي. په همدې حال کې فلسطیني چارواکو له صهیونیستانو سره د امریکا د پوځي مرستو په غبرګون کې دغه اقدام غندلی او دا یې د اسرائیلي رژیم د جنایتونو دوام بیلګه بللې ده.