ثور 02, 1403 14:13 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د ملاهبت الله سلاکار وژل شوی دی

پاکستاني طالبانو تور پورې کړی چې ګویا د ملاهبت الله سلاکار د پاکستان استخباراتي کړیو له لوري وژل شوي

پاکستاني تحریک طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ د استخباراتو ادارې یا (آی ایس آی) د محمد عمرجان اخندزاده، چې په کندهار کې د جهادي لېسې استاد او طالبانو مشر سلاکار هم وو وژنه کې لاس لري.په دې خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې آی اس آی د خپلو غربي بادارانو د خوښۍ لپاره علماء او مفتیان وژني.په پاکستان کې د طالبانو د غړو وژنه په بې سارې توګه زیاته شوې ده.په دیارلسوه دوه نوي یم لمریز کال کې هم د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ورور نصیرالدین حقاني هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د وسله والو له خوا ووژل شو.