د اټمي انرژۍ ادارې ته د ایران ځواب اړوند د قالیباف څرګندونې
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د وروستي پریکړه لیک د صادریدو په غبرګون کې وویل د ایران د مقابلې ځواب د یو لړ نویو اقداماتو د پیلولو په اجنډا کې دی. او پرمختللي سنټرفیوژونه پیل شوي.
قالیباف د ایران د اسلامی شورا په نننۍ غونډه کې وویل چې امریکا او درېیو اروپايي هیوادونو زمونږ د هیواد اټومي فعالیت د خپلو غیر قانوني اقداماتو لپاره د یوې بهانې په توګه کاروي او د دغه آژانس اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راوستی. هغه ټینګار وکړ چې دا ډول سیاسي پریکړې د دې لامل کیږي چې هیوادونه د خپل ملي امنیت ساتلو لپاره د اداري پروتوکولونو څخه بهر اقدامات وکړي.قالیباف د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د بنیامین نتانیاهو او یواو ګالانت د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړې ته اشاره وکړه او وویل، دا لومړی اقدام ده چې د روانې نسل وژنې د مخنیوي په موخه د صهیونیستي رژیم د جنایتکارو مشرانو د محاکمې لپاره کېږي. او په غزه او لبنان کې د نسل وژنې او روانو جنایتونو په اړه نړۍ او د امریکا سره تړلې رسنۍ نور نشي کولی د دوی جنایتونه پټ کړي.