د چین ځانګړي استازي د سرپرست حکومت له چارواکو سره وکتل
قوس 04, 1403 16:41 Asia/Kabul
د چین ځانګړی استازی یوشیانو یونګ له پاکستانه تر سفر وروسته کابل ته راغی او د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د چین ځانګړي استازي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه والي او د تفاهم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.په دې کتنه کې د ریاست الوزرا د سياسي دفتر مرستيال له چين سره د کابل اړيکې ښې او پرمختيايي وبللې.د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي د لنډمهاله حکومت د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره هم وکتل.په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د پولو، پانګونې او نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.مجاهد په دې کتنه کې چين د افغانستان د خلکو لپاره يو ګاونډي، همکار او مهم همکار وباله او په ګډو برخو کې يې د ملي دفاع وزارت پر ژمنو ټينګار وکړ.