داعش; په بغلان کې پر عبادت کوونکو د برید مسوول
داعش ترهګرې ډلې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفیانو په زیارت د برید پړه په غاړه واخیسته.
د داعش خراسان څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملکي وګړو په نښه کول د داعش ترهګرې ډلې بزدلانه عمل بولي او وايي چې د دغه ډول جنایتونو د تکرار مخه به ونیول شي. مجاهد ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه به د دغه عمل عاملین مجازات کړي.د يادونې ده، چې د تېرې پنجشنبې په شپه وسله والو په بغلان کې د سيد پادشاه آغا سادات پر زيارت بريد وکړ او لس تنه يې ووژل.په تېرو درېیو کلونو کې په کابل او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تصوف پلویان څو ځله د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د سرپرست حکومت چارواکو په افغانستان کې د داعش د ماتې ادعا کړې وه.