ثور 08, 1403 14:35 Asia/Kabul
  • د امریکا کلمبیا کې د فلسطین پر ملاتړ د محصلینو لاریونونو دوام

په غزې تړانګه کې دصهیونیستي رژیم د جنایتونو ملاتړ په غبرګون کې د امریکا پوهنتونونو محصلینو لاس په لاریون پورې کړی او دغو لاریونو زور اخیستی دی.

د امریکا د کولمبیا پوهنتون محصلین، چې په ټوله امریکا کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه پیل کړي، اعلان وکړ، چې د پوهنتون له چارواکو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي او غواړي تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي، خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.په داسې حال کې چې په غزه کې جګړې زور اخیستی او انساني حقوق ترپښو لاندي کیږي دغو محصلینو د ناوړه بشري وضعیت مخنیوي لپاره د امریکا له هغو پوهنتونونو څخه چې له صهیونیست رژیم څخه ملاتړ او هغو شرکتونو څخه چې دوی ته د وسلو مرسته کوي د اړیکو پرې کېدو غوښتنه کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې دغه پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شوي چې له امله یې ګڼ شمېر محصلین ژوبل او یو شمېر نور نیول شوي دي.