ثور 19, 1403 16:01 Asia/Kabul
  • د اسیا په کچه د سوک وهنې سیالیو کې افغان سوک وهونکي بریا

د اسیا په کچه د سوک وهنې سیالیو کې افغان لوبغاړي قیس علي‌زاده د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړ

د سیالیو په پای لوبه کې له خپل قزاقستاني سیاله ماتې وخوړه او د دغو سیالیو د سپینو زرو مډال یې وګاټه.دغه لوبه د دواړو لوبغاړو ترمنځ د اتیا کیلو ګرام په وزن کې ترسره شوه.دغه لوبه تېره ورځ د سې شنبې په ورځ د قزاقستان په کوربه‌توب په استانه ښار کې ترسره شوه.نوموړي تر دې وړاندې لوبه کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړې وه.افغانستان تر دې ننه ویشت کاله وړاندې په ورته لوبو کې د اسیا په کچه د سپینو زرو یو مډال ګټلی و.