ثور 19, 1403 15:54 Asia/Kabul
  • په رفح ښار د حملې په دویمه ورځ د لسګونو فلسطینیانو شهادت

په رفح ښار باندې د صهیونیسټی پوځیانو د حملو په دوام په تیرو څلورویشت ساعتونو کې لږ تر لږه پنځه دیرش فلسطینیان شهیدان شوي چې په هغو کې یوشمیر ښځې او ماشومان هم شامل دی.

په رفح باندې د صهیونیسټی پوځیانو د حملو په دوهمه ورځ هم خبری سرچینو خبر ورکړی دی چې د څو ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان شهیدان شوی دی.

په همدې حال کې روغتیايي سرچینو ویلي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ تنه شهیدان او ۱۲۹ ټپیان د رفح ښار د کویت روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فلسطین د شهاب خبری آژانس هم راپور ورکړی چې په رفح باندې د نیواکګرو ځواکونو له ځمکنیو بریدونو سره سره د دغه رژیم پوځی چورلکو هم د دغې سیمې په اوسیدونکو ډزې وکړې.

دفلسطین مقاومت ځواکونو په څو محورونو کې له یرغلګرو سره په جنګ کې دی

د حماس پوځي څانګې کاتب القسام د رفح په څو سیمو کې د فلسطیني ځواکونو او صهیونیسټي یرغلګرو ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړی دی.

دغو ځواکونو اعلان کړی دی چې د رفح په ختیځ کې یې د نیواکګرو یو پوځی ګاډی په راکټ سره تباه کړی دی.

له بلې خوا عربي رسنیو اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګولو لپاره د خبرو اترو نوی پړاو به د مقاومت د ډلو د یوه پلاوي په شتون سره په قاهره کې ترسره شي.

د حماس غورځنګ ویلي دي چې د منځګړیتوب له تضمین وروسته به د هوکړه متن ومنل شي.

پر رفح د صهیونیسټانو د حملې د پایلو په اړه اندیښنې دوام لري

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په رفح ښار د صهیونیسټي یرغلګرو د حملې په غبرګون کې ویلي دي چې دغه کار به په رفح کې د میشتو ملکیانو لپاره یو ستر ګواښ وي.

دغه نړیوال مرستندویه سازمان د غزې تړانګې په ځانګړې توګه د رفح په سیمه کې د ملکیانو د ژوند په ژغورلو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه بیانیه کې د دغه صهیونیسټي جنایت د پایلو په هکله په خبرداري سره وویل دغه حمله یوه ستراتیژیکه اشتباه ده.

د صهیونیسټي رژیم جنګي کابینې د دوشنبې په ورځ له نړیوالو مخالفتونو سره سره د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په ښار باندې د ځمکنۍ حملې منظوري ورکړه او له تیرې سه شنبې ورځې راهیسې د دغه رژیم پوځیانو د رفح د پولې د فلسطیني برخې په نیواک کې دی.

دا عملیات څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اعلان وکړ چې د مصر او قطر د اوربند وړاندیز یې منلی دی. خو صهیونیسټ رژیم ادعا وکړه چې دغه طرحه د دغه رژیم لازمې غوښتنې نه پوره کوي .