ثور 08, 1403 14:33 Asia/Kabul
  • پر افغان نجونو د زده کړو  او کار بندیز غندلو دوام

په داسې حال کې چې له زده کړو څخه د نجونو د بې برخې کولو لړۍ درېیم کال ته داخله شوې، د اسلامي نړۍ ټولنې یو ځل بیا د ښځو له دغه حق څخه انکار غندلی دی.

راپور: احمد خالد امرخیل

د اسلامي فقهې شورا په ټولنه کې د ښځو رول اړین بللی او زیاته کړې یې ده چې په ټولنه کې له استثنايي مواردو پرته ښځېنه او نارینه په ټولنه کې مساوي حقوق لري.د اسلامي نړۍ د اسلامي فقهې د شورا درویشتمه غونډه تیره ورځ په مکه مکرمه کې جوړه شوه او په بیلابیلو برخو کې د ګټورو عملي لاسته راوړنو په ترلاسه کولو ځواکمنتیا باندې ټینګار وشو.دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت شاوخوا درې کاله په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو، تحصیل او کار بندیز لګولی دی.