ثور 05, 1403 14:25 Asia/Kabul
  • د ایران له یوشمېر کارګرو او فابریکو استازو سره  د ایران مشر لیدلي دي

د ایران اسلامی انقلاب مشر د یو شمېر کارکوونکو او کارکوونکو سازمانونو له غړیو سره په کتنه کې ویلي، د ایران دښمنانو موخه داده ترڅو پر ایران فشار زیات کړي ترڅو د ایران ملت پیروي ته اړ باسي خو هیڅکله به دوی په دې شوم پلان کې بریالي نشي.

په دې کتنه کې د ایران اسلامی انقلاب مشر حضرت ایت الله خامنه ای د یوه هیواد په ملی تولید کې د کارکوونکو رول ته په اشارې سره ویلي، که چیرې د یو هیواد تولیدات زیات شی نو هغه هیواد به بډای شی او هیڅ دښمن به بریالی نشي چې ایران مات کړي.ایت الله خامنه اي زیاته کړې، نن ایران د اقتصادي جګړې په حالت کې دی چې د بهرنیانو لخوا پرې تحمیل شوې ده.ښاغلي خامنه ای زیاته کړې، یو ژوندی ملت له دښمن سره له دښمنۍ فرصت څخه ګټه پورته کوي او ښکاره مثال یې د وسلو تولید په برخه کې د ایران پرمختګ دی. نوموړي ټینګار وکړ بندیزونه به د ایران ملت مات نکړي ځکه دامهال ایران پر خپلو پښو ولاړ دی.