ثور 05, 1403 14:23 Asia/Kabul
  • د روسیې له ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي لیدلي دي

بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت له سرپرست سره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له لیدو څخه خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ویلي، ضمیر کابلوف او امیرخان موتقي د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو د راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړي دي.د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې کتنه کې ویلي چې دوی د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي او د اجنډا او د هغې د جوړښت په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ اعلان کړي.د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د زیاته کړې، ضمیر کابلوف په دې کتنه کې ویلي، د ملګرو ملتونو لپاره دا مهمه ده چې په دوحه کې د راتلونکې غونډې د ترسره کولو لپاره د سرپرست حکومت موافقه ترلاسه کړي.دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې د نړۍ هېوادونه باید د څو اړخیزو اړیکو پر ځای د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې وساتي.