ثور 05, 1403 14:21 Asia/Kabul
  • د مالیزیا هېواد له پلاوي سره د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر لیدلي دي

د سرپرست حکومت رئیس لوزرا مرستيال مولوي عبدالکبير د ماليزيا لومړي وزير له استازي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه نور اندېښنه نلري.

شاه زلینا او لوړ پوړي پلاوي د سه شنبې په ورځ د سرپرست حکومت له چارواکو سره کتلي دي.له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼه کې راغالي، د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا دفاع او بهرنیو چارو وزارت استازو کابل ته سفر کړی دی.همدا راز د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د مالیزیا پلاوي له سرپست حکومت سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې بشپړ امنیت شتون لري او د مالیزیا له پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.