حمل 28, 1403 15:24 Asia/Kabul

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسولین وايي ددې ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو کښت له منځه وړلو د کمپاین په ترڅ کې تردې مهال ۹۰۰ جریبه ځمکه اړولې او دا کمپاین لاهم دوام لري. په همدې حال کې د ننګرهار ولایت بزګران د کوکنارو د اړونې د بدیل غوښتلو ترڅنګ وايي وچکالي، د اصلاح شوو تخمونو کمښت او ګڼ نور لاملونه دوی له ستونزو سره مخ کړي او حکومت باید ورسره اړیني مرستې وکړي.