په ننګرهار ولایت کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شوی
ثور 10, 1403 15:12 Asia/Kabul
په ننګرهار ولایت کې د پولیو يا ګوزڼ واکسین د څلور ورځنی کمپاین پيل شو. په ختیځ کې د کتلوي معافیت مسولین وايي په دغه کمپاین کې به د ختیځ زون په څلورولایتونو کې يو میلیون او څلور سوه او پنځه اتیا زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.