ثور 10, 1403 15:10 Asia/Kabul

د غزې په مرکز او سویل کې د تیرو څلریشتو ساعتونو په اوږدو کې د صهیونیستي رژیم په پرله پسې هوايي او توغندیز بريدونو له امله دوه ویشت فلسطینیان شهیدان شوي. فلسطیني سرچینو ویلي، د دغو بریدونو د پراخیدو له امله د دې شونتیا شتون لري چې د شهیدانو شمېر لا زیات شي.