حمل 28, 1403 15:21 Asia/Kabul

د زابل ولایت اوسېدونکي وايي، د دې ولایت لپاره د شنو خونو په جوړلو کې ورسره حکومت همکاري نه کوي. دوی وايي، که چیرې د شنو خونو جوړولو کې د حکومت له لوري ورسره مرسته وشي، د خپل ښار د سبزیو اړتیا به له خپلو محصولات پورته او له ګاونډي پاکستان پر تولید شویوسبزیو به تکیه راکمه شي. هم مهاله د زابل کرنې ریاست مسولین وايي، دغه ولایت کې اوس مهال تر سلو زیاتې شنې خونې دبیلابیلو سبزجاتو خوندي ساتلو وړتیا لري او هڅه کوي په دې برخه کې کروندګرو سره مرسته او همکاري وکړي.