حمل 28, 1403 15:17 Asia/Kabul
  • اسلام اباد ته د ایران ولسمشر د سفر لپاره د پاکستان چمتووالی

ټاکل شوې په همدې اونۍ کې د ایران ولسمشر پاکستان ته سفر وکړي او له همدې امله یوشمېر د ایران امنیتي او سیاسي پلاوي پاکستان ته په سفر تللي دي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له رسمي بلنې وروسته، د ایران یو شمېر امنیتي او سیاسي پلاوي د ایران د ولسمشر د سفر د څېړلو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.ټاکل شوې د ایران ولسمشر د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.همدا راز د ایران ولسمشر به د دې سفر په ترڅ کې د ايران او پاکستان ترمنځ څو سياسي، امنيتي او اقتصادي تړون ليکونه هم لاسليک کړي.په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو راتلونکو څو ورځو پورې پاکستان ته د ایران ولسمشر سفر په غبرګون کې ویلي چې دا د نوي حکومت له جوړېدو وروسته پاکستان ته د یوه لوړ پوړي بهرني چارواکي لومړی سفر دی چې ترسره به شي.