حمل 28, 1403 15:12 Asia/Kabul
  • پر اسرئیلي رژیم د ایران له برید څخه پاکستاني چارواکو خپل ملاتړ اعلان کړی

د پاکستان دفاع وزیر اعلان کړی چې د ایران په خلاف د صهیونیست رژیم هر اقدام به دوی ته خورا سخت تمام شي.

د پاکستاني رسنیو د یاد هېواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف له قوله ویلي، پر پاکستان د فلسطین رسمیت پېژندلو لپاره پر دوی هېڅ ډول فشار نشته او پاکستان د فلسطین تر څنګ ولاړ دی.خواجه محمد اصف په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې د صهیونیستي رژیم ترسره شوي برید ته په اشارې سره ویلي، اسرائیلي رژیم جنایت ترسره کړی او ایران حق درلود ترڅو په دوی ورته شان برید وکړي.خواجه اصف ټینګار وکړ چې د اسرائیلو له خوا د ایران پر سفارت برید له قانون څخه ښکاره سرغړونه وه چې یاد رژیم ترسره کړې ده.د پاکستان دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې دا جګړه به ټوله نړۍ اغېزمنه کړي او د دې جګړې اور به هغو لویو هېوادونو ته خپور شي چې د اسرائیلو ملاتړ کوي.