حمل 28, 1403 14:34 Asia/Kabul
  • ایران کې میشت سیاسیون د فعالیت اجازه نه لري

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال افغان سرپرست حکومت ته ډاډ ورکړی چې د دوی مخالفینو ته به په ایران کې د فعالیت اجازه ورنکړي.

په کابل کې د ايران سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې ویلي چې په ايران کې میشت افغان سیاسیون او د سرپرست حکومت مخالفين حق نلري چې سیاسي فعالیتونه ترسره کړي.د مولوي عبدالکبير د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ګډه ناسته کې د ايران سفارت مرستيال زیاته کړې، چې په ايران کې د سرپرست حکومت مخالفين د "عادي کډوالو" په څېر ژوند کوي.د دغې خبر پاڼې له مخې ښاغلي مرتضوي د تهران او کابل د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار کړی او زیاته کړې، تهران هڅه کوي چې د کابل او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د مثبتو تعاملاتو لاره هواره کړي.