قوس 07, 1403 17:11 Asia/Kabul

د پاکستان خبري شبکو د عمران خان او تحریک انصاف ګوند پلویانو باندې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه پنځه سوه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د لاریون کوونکو یوه غوښتنه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشي کول دي.