قوس 07, 1403 16:14 Asia/Kabul
  • پر عصري علومو د پوهنې وزارت ټینګار

د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت د اته میلیونه درسي کتابونو د چاپ خبر ورکړ.

د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا ادعا وکړه چې دوی هم د عصري علومو زده کړې ته ژمن دي.هغه زياته کړه چې ځينې ډلې منفي اعلانونه کوي چې سرپرست حکومت د پوهنې برخې ته پاملرنه نه کوي. په داسې حال کې چې موږ په هېواد کې د متوازن پوهنې د ودې او د نصاب د بدلون په برخه کې د جدي کار کولو هڅې کوو.حبیب الله اغا روښانه کړه چې دا د دښمن پروپاګند دی او باید ورته غوږ ونه نیسي. عصري ساینس زموږ د ژوند اړتیا ده او موږ ورته پاملرنه کوو.د سرپرست حکومت چارواکو له دې مخکې ادعا کړې وه چې د عصري علومو د پراختیا په برخه کې یې اغېزمن ګامونه اخیستي دي.