قوس 07, 1403 16:13 Asia/Kabul
  • د رسنیو په تړاو د یوناما تازه راپور

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وايي، د دوه زره یوویشتم کال د اګست له پنځلسمې څخه د دوه زره څلورویشتم کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې یې په افغانستان کې د رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې ثبت کړې دي.

دغه بنسټ وايي، په تېرو درېیو کلونو کې درې سوه شپږ دېرش خبریالان د سرپرست حکومت د چارواکو د کړنو له امله اغېزمن شوي دي. د دوی په منځ کې دوه سوه شپږپنځوس کسان نیول شوي دي. یو سل او دېرش دوسیې د وهلو ټکولو او د رسنیو پنځه اویا کارکوونکي ګواښل شوي دي.په دغه راپور کې یوناما د معلوماتو په ترلاسه کولو کې د محدودیتونو، د رسنیو د فعالیتونو د درولو، په رسنیو کې د ښځو په کار بندیز او له رسنیو سره د چلند لپاره د یوې مشخصې کړنلارې نشتوالي ته اشاره کړې ده.خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په وار وار ویلي چې رسنۍ د شریعت او د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د فعالیت اجازه لري.