ثور 15, 1403 15:00 Asia/Kabul
  • پر تل ابیب د وسلو پلور مخنیوي په اړه د امریکا کانګرس غړو غوښتنه

د امریکا کانګرس اته اتیا ډیموکراټیکو استازو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته د یوه لیک په استولو سره پر صهیونیستي رژیم د وسلو پلور بندیز غوښتنه کړې ده.

د امریکا کانګرس استازو په هغه لیک کې چې بایډن ته یې استولی ویلي، غزې ته د بشردوستانه مرستو رسولو په لاره کې د اسرائیلي رژیم بندیزونه په یاده سیمه کې د بې ساري بشري ناورین لامل شوي دي.دغو استازو په خپل لیک کې تاکید کړی چې د هغوی په باور غزې ته د بشردوستانه مرستو په لېږلو کې د صهیونیستي رژیم بندیزونه د امریکې د قوانینو خلاف عمل دی.د امریکا په کانګرس کې څلويښت دیموکراتو وکیلانو له دې مخکې د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي وو چې پر صهیونیستي رژیم د وسلو پلور بند کړي. د یادونې وړ ده چې امریکا د صهیونیست رژیم ترټولو ستر ملاتړ کوونکی هېواد بلل کیږي.