ثور 27, 1403 15:35 Asia/Kabul
  • د مرکزي آسیا زون د والیبال سیالۍ

د مرکزي آسیا زون د والیبال د سیالیو په دوام کې، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د والیبال ملي ټیم د ترکمنستان د والیبال له ملي ټیم څخه ماتې وخوړه.

په دې سياليو کې د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې لومړۍ سيټ د پنځه ویشت پر آتلسو په توپير سره وګټلو، خو بيا يې له خپل سیال څخه په درېيو سيټونو کې ماتې وخوړه او د مرکزي آسيا زون د واليبال په سياليو کې يې خپله لومړۍ بريا ترلاسه نه کړه.د افغانستان وروستۍ لوبه به نن پنجشنبه د قرغیزستان د والیبال له ملي لوبډلې سره وشي.دغه سيالۍ د پاکستان په کوربه توب، د غويي میاشتې له دوه ویشتمې نېټې څخه د شپږو ټيمونو په ګډون سره پيل شوې او د غويي میاشتې تر آته ویشتمې نېټې پورې به دوام وکړي.د افغانستان، پاکستان، ايران، سريلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان د واليبال ملي ټيمونه په دې سیالیو کې برخه لري.