ثور 12, 1403 15:12 Asia/Kabul

د ملګرو ملتونو د بيلابيلو څانګو استازو د ننګرهار ولایتي چارواکو سره د تورخم په عمري کمپ کې ناسته وکړه. سيمه ايزو چارواکو په دغه ناسته کې په دوهمه څپه کې له پاکستان څخه په جبري ډول د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کاري زمينو د برابريدو ترڅنګ د بيلابيلو اسانتياوو د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه او په فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د لوټلو ، افغان ناروغانو او ترانزيت پر وړاندي وخت ناوخت د لارې د بنديدو ستونزې شکايتونه د ملګرو ملتونو له استازو سره د حل په موخه شريک کړل.