په تېر کال کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۵ کانونو د قراردادونو لاسلیک
حمل 30, 1403 18:31 Asia/Kabul
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت تل ډاډ ورکړی چې د کانونو استخراج په قانوني او شفاف ډول ترسره کېږي. په همدې حال کې د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، چې تېر کال دغه وزارت د پنځلسو لویو کانونو قرارداد له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره کړی و.