حمل 09, 1403 16:33 Asia/Kabul
  • ترکمنستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د پنجشنبې په ماښام وویل چې د فعالې بهرنۍ تګلارې او متحرک ډیپلوماسۍ او د ایران او ترکمنستان د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په خاطر عشق آباد ته ځي.

ایراني رسنیو هم ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان له لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه د خبرو لپاره، عشق اباد ته تللی دی.امیر عبداللهیان ترکمنستان ته تر سفر مخکې ویلي وو چې ډېر ژر به د بهرني سیاست په برخه کې لاسته راوړنې بیان کړي.