ثور 09, 1403 15:01 Asia/Kabul
  • د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه شوې ده

د افغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي چې هېواد اته ویشت ولایتونه به د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو شاهد وي.

دغې ادارې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه اروښتونه به په بدخشان، بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشیر، کابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، بامیان، کندهار او هلمند ولایتونو کې سر له نن څخه پيل شي.هم مهاله یادې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د اورښت کچه له پنځلس څخه تر پنځوس سلنه پورې اټکل کړې ده.د کال په دې فصل کې د موسمي بارانونه پیل په افغانستان کې یو له سترو ننګونو څخه شمېرل کیږي. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو اوونيو کې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د سختو اورښتونو له امله ګڼو هېوادوالو ته ځاني او مالي ځیانونونه رامنځته کړي وو.