عقرب 01, 1401 10:40 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې له یو کال وروسته؛۳۷ فلمونه به نندارې ته کېښودل شي

په افغانستان کې له یوه کال وروسته ۳۷ هنري او مستند فلمونه د څلورو ورځو لپاره د کابل په دوو سینماګانو کې به نندارې ته وړاندې کړل شي. د طالبانو سرپرست حکومت ښځو ته په فلمونو کې د رول لوبولو چانس ورکوي.

سینماګران په کابل کې د دغو فلمونو د نندارې په هکله په خوشحالۍ له سرپرست حکومت غواړي چې په هېواد کې ښځو ته دې موکه ورکړل شي چې په فلمونو کې رول ولوبوي. سینمايي لوبغاړی او ډایرکټر عبدالصبور خنجي وايي:«له یوه کال وروسته د سینما دروازه خلاصه شوه موږ پر همدې خوشحاله یو چې د سینما درازه پرانیستل شوه او موږ خدمت وکړو. سره له دې چې، په دې فلمونو او مستندونو کې د ښځو نقش ډېر کم دی؛ خو عاطفه محمدي یوازینۍ ښځینه ډایرېکټره ده چې، د روږدو کسانو ژوند یې انځور کړی دی

ټولنه په دې فلمونو کې بیان شوې ده

مېرمن محمدي زیاتوي:«تقریبا معجزه معلومېږي چې په دې شرایطو کې سینما پرانیستل شي او موږ وکړای شو چې د افغانستان په سینما کې فلم خپور کړو. یو شمېر نندارچیان د فلمونو له لیدو وروسته وايي، په دغو فلمونو او مستندونو کې د ټولنې دردونه بیان شوي او همداراز په سینما کې د ښځو د رول پر ډېرېدو ټینګار کوي

کابل مېشته زهرا مرتضوي وايي:«په دغې برخه کې دې د ښځو مخنیوی ونه کړي ځکه د ښځو حق دی. په یوه فلم کې چې مېرمن کار ونه کړي فکر نه کوم ښکلا ولري ځکه چې یو طبیعي شی راشي. فلم داسې یو شی دی کله چې وینې باید پوه نه شې چې فلم دی. بل کابل مېشتي ظفر هم وویل:«دوه یا درې فلمونه مو چې ولیدل، دغو فلمونو جګړه پوښله یا دا چې مثلاً له زده کړو د ځينو نجونو بې برخلیک کېدل او داسې مسایل وو.