حوت 16, 1402 12:01 Asia/Kabul
  • د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو اتلولي او فولکور کې یې انځور

پوهاند محمد بشیر دودیال

زموږ ولسي ادب؛ په تیره لنډیو، چاربیتو اود ولسی شاعرانو اود هغه وخت د نامدون- شفاهي ادب په رنګینه لمن کې د استعمار په وړاندې د ملی مبارزینو دسرښندنې بیلګې د افغانی – ملي حماسو ثبت شوې پاڼې دي. د پېړیو پېړیو په بهیر کې ویل شوې او سینه په سینه راپاتې لنډیو ویونکی معلوم نه دی، چاربیتې هم همداسې. په نکلونو کی د اتلانونومونه شته، خو راوایان یې هیر شوي، مګر د زیات شمیرولسي شاعرانو نومونه ترموږ پورې رارسیدلی دي.

په دې کې یو هم شریف خان دی. شریف خان د لالپورې اوسیدونکی او د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو د سنګر یو سپاهی اود پېښو ثبت کوونکی دی.

ده د غزواتو انځور په شاعرانه ژبه کړی دی. یوه بیلګه یې د افغان – انګلیس درېیمه غزا ده . ولسی شاعر شریف د چکنور د ملا صاحب(ملا امیرمحمد )، د هغه دملګرو(احمدخان، ګلبازی، نایب خان، سیدعثمان، خانجانو…) دسرښندنو او ختیزه جبهه کې د افغان- انګلیس د دوهمې جګړې انځور ایستلی دی. دا پېښه د ارواښاد غبار د تاریخ په ۷۶۰ مخ کې هم راغلې ده. آرواښاد غبار په دغه څپرکي کې د ۱۹۱۴م. کال د مشرقی محاذ پېښې ښودلي دي، په مومندو کې د چکنورملاصاحب او ملی مبارزینوڅرګنده ونډه لرله، د دغې زمانې د چاربیتو د دغه ولسي شاعر د کلام بېلګه دا ده:

د خدای رحمت په دې ملا شهد ده ملګری پاک الله شهغزا يې وکړه په اختيار باندېچپاو يې وکړ په کفار باندې***

د چکنور ملا اختيار وکړد غزا نیت په تلوار وکړکور په کور وګرځېد مومند باندېراځئ غزا وکړو په خوند باندېزمونږ په دغې بسم الله شهد خدای رحمت په دې ملا شهدا موسی خېل په کې سر ښکته وينمکندهاري دوی نه بې غيرته وينمکه شي اخته د خدای په قار باندېچپاو يې وکړ په کفار باندې***

ماذونان واړه په یو څنګ لاړهملا صاحب ځانله په جنګ لاړهپه براق سور شو لاړ په خيز باندېچپاو يې وکړ په انګرېز باندېکور يې د مټې نه راغونډ کړد مېچنۍ نه يې ورته پنډ کړډېرۍ له راغی ځان په وير باندېغوغا شوه ګډه په خنزير باندېچا ترې ټوپک چا ترې سنګين راوړخونه خو يې لور په لور تالا شهد خدای رحمت په دې ملا شهځوانانو تورې په کې پڅې کړلېد کافرانو کلې يې غوڅې کړلېانګرېز شو خلاص بالاحصار باندېچپاو يې وکړ په کفار باندې***

چا په کیسو کې اورېدلی نه دیانګرېز د چا نه تښتېدلی نه دیلکه په دغه ورځ په تنګ راغیخلقه په درې طرفه جنګ راغیجنګ يې په درې طرفه کړو ورورهد اسلام دا هن خو ګورهکافر په غم کې مبتلا شهد خدای رحمت په دې ملاشهچې د ټوپکو يې دندو کار کړانګرېز يې منځ کې را ایسار کړوهم يې ګډ کړ په سرکار باندېچپاو يې وکړ په کفار باندې***

تمامه ورځ مقدمه وشولهلالپور والو پرې نامه وشولهپنځوس شو قتل افسران په کېبې نرخه مړه شو کافران په کېمسلمانان چې شهيدان شوداسې تازه لکه ګلان شوڅوک چې وو مړ د دوی پوره وه په کېد نظر دا رنګ نغاره وه په کېو » خانجان « یو کوډاخېلو کېخلقه د تورې پهلوان وپه شهيدانو کې بالا شهد خدای رحمت په دې ملا شهله دنيا تېر شو » سيد عثمان « یوهسې ښایسته په شهادت سېر شوخاوند دې موړ کا خپل دیدار باندېچپاو يې وکړ په کفار باندې***

شهيد شو » احمدخان « یو لکړۍ کېشهيد شو » نايب خان « بل د لښکر کليیو مزری د الله خېلوپه اصل دی د خوږاخېلودرې يې زامن شهيد شو » احمد نور « یوشهيد شو » ګلبازی « بل په شمشاد کېخلکه » غلام « یو په خويزو کې وچې د خامبي کور يې مقام خلکهديارلس په شمار خو شهيدان وو په کېڅه زيات و کم دولس زخميان وو په کېد اسلام هلته ټینګه ملا شهد خدای رحمت په دې ملا شهچې دا په خپله راتله ډېر وو په کېچې لګېدلي و برڅیروو په کېپروا يې نه وه په پرهار باندېچپاو يې وکړ په کفار باندې***

ملا صاحب په کې افسر راغیغزا يې وکړه بهادر راغینامه يې پاتې شوه پيرنګ باندېويلې رحمت دې شه په جنګ باندېبيا به ونه ګورم مومندو تهعالمه داسې سربلندو تهزما يې دارنګ وار خطا کړعقل يې ټول را نه جدا کړهره پېره مې داسې دل کانديچې غازيان جوړ را کې غوبل کانديحورې غلمان يې مشغولا شهد خدای رحمت په دې ملا شهد ټول اسلام صفت کوي » شريف «

الله پاک دې د افغان- انګلیس د درې ګونو غزاګانو ننګیالی وبخښي، چې موږ ته یې یو آزاد افغانستان په میراٍث پریښی دی، د غازی امان الله خان اروا دې ښاده وي چې استقلال یې ترلاسه او د افغانستان د مډرن کولو او دخپلو نیکونو؛ امیرشیرعلیخان، احمد شاه بابا، میرویس نیکه او شیرشاه سوري په شان یې د پرمختللی افغانستان په اړه فکراو عمل کاو، خدای دې اوسنیو ځوانانو د وطنپالنې، ځپلواکي ساتنې، پوهې ترلاسه کولو او ملی یووالی ساتلوتوفیق ورکړي.( آمین).

اخځ:

۱.عطایی. محمد ابراهیم.(۱۳۷۴)، د افغانستان لنډ تاریخ، سبا میوند خپرندویه ټولنه: پېښور.۲.غبار، میرغلام محمد.(۱۳۴۶)، افغانستان درمسیر تاریخ، لومړی ټوک، دولتی مطبعه : کابل- افغانستان.۳. … وطن ادب( ویبپاڼه)، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو دایرة المعارف.