په کابل کې د ایران سفیر د سرپرست حکومت له چارواکو سره وکتل
قوس 01, 1403 16:52 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې له افغانستان سره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. قمي د دفاع له سرپرست وزیر او د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتلي دي.